د ترانسپورت وزیر جلالتمآب ښاغلي محمدحمید"طهماسي" ژوندلیک

محمد حمید طهماسي په کال ۱۳۵۸ هجري لمریز کال په غزني ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانستې او په ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شوی، وروسته د ۴ کلونو زده کړې په کال ۱۳۸۴ هجري لمریز یې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولي. د فراغت سره سم نوموړې د افغانستان د لویې څارنوالۍ اداري په مربوطاتو کې د څارنوال په توګه دنده پیل کړه. په څارنوالۍ کې د طهماسي کار نوموړی د افغانستان د عدلي سیسټم د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکو سره بلد کړ، او د پرمختګ اړین پړاوونه یې د نوموړي پرمخ پرانستل. زده کړې ته یې ډيرې لیوالتیا، او د پوهاوې کچې لوړیدل د محترم محمد حمید طهماسي د متبارزو ځانګړنو څخه ګڼل کیږي. له همدې امله نوموړې د رسمي اداري چارو ترڅنګ، د هیواد په ډیرو شخصي پوهنتونونو لکه باختر، مشعل، او د سویس یومف کې حقوقي مضامین تدریس کړي دي. نوموړی د ۱۳۸۶ او ۱۳۸۷ کلونو تر منځ د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو دفتر هیئت(یونما) کې د بشري حقونو آمریت هم په خپلو کارنامو ( مرکزي افغانستان ) کې لري. نور...