امتحان کانکور انستیتوت هوانوردی ملکی

nasih_admin
امتحات کانکور انستتوت هوانوردی ملکی

د افغانستان ملکي هوايي چلند انسټيټیوټ د ۱۴۰۲ل کال د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!

د افغانستان ملکي هوايي چلند انسټيټیوټ ټولو هغو وروڼو ته چې د ښوونځي د فراغت او د انګلیسی ژبې سند په لاس لري، خبر ورکوي چې د هوایي چلند انسټيټیوټ  د ۱۴۰۲ تحصیلي کال لپاره د هوایي ترافیکو کنټرول (ATC) او د هوایي چلند تکنالوژۍ (CNS) په برخه کې نوي زده کړیالان مني. 
غوښتنونکې کولای شي چې د یاد انسټيټیوټ د آزموینې کمېټې څخه د نوم لیکنې فورمونه د روان کال د کب/حوت میاشتې له ( لومړۍ نېټې نه تر ۴مې) نیټې پورې تر لاسه او نوم لیکنه وکړي. 
نوټ: د اختصاصي کانکور ازموینه د روان کال د کب میاشتې په ۱۰ نېټه د سهار پر ۹ بجو د انسټيټیوټ په انګړ کې اخیستل کیږي.
د ملکي هوايي چلند انسټيټیوټ په ځانګړي کانکور کې د ګډون په موخه له نوم ليکنې وړاندې د انګليسي ژبې ارزونه اساسي شرط ګڼل کېږي.
1.    غوښتونکي باید له دوولسم ټولګي څخه فارغ وي.
2.    عمر يې د ۱۸ او ۲۲ کلنو تر منځ وي.
3.    په انګلیسي ژبه بشپړه بلدتیا ولري.
4.    له کاملې روغتیا  برخمن وي.
5.    غوښتونکي د اختصاصي کانکور د ازموینې د ټاکل شوو نمرو په تر لاسه کولو سره د هوایي چلند انستیتیوت د (۱۴۰۲) زده کړییز کال لپاره شاملیږي.
د لا زیاتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ( ۰۷۸۹۱۲۳۴۸۰) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

پته:  کابل نړیوال هوايي ډګر- د افغانستان ملکي هوایي چلند انستیتیوت. 
د هوایي چلند انستیتیوت د آزموینې ځانګړې کميټه.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۵۹
Background image

د ټولو ټرانسپورټي شرکتونو د پام وړ.

د ټولو ټرانسپورټي شرکتونو د پام وړ.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

لیست کاندیدان واجد و غیر واجد شرایط بست های رتبه ۳ و ۴؛ آمر مقررات و معاهدات ترانسپورت جاده ای، انجنیر سیول و آمر عملیاتی.

لیست کاندیدان واجد و غیر واجد شرایط بست های رتبه ۳ و ۴؛ آمر مقررات و معاهدات ترانسپورت جاده ای، انجنیر سیول و آمر عملیاتی.
به اطلاع عموم کاندیدان محترم واجد شرایط بست های متذکره رسانیده . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

اطلاعیه

خبرتيا!
ټولو محترمو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د ولايتي څارونکي(تفتیش)، مشورتي کارشناس او د هوايي ډګرونو د ساتنې او پاملرنې متخصص د بستونو لپاره  حمايوي (تحريري) ازموينه په لاندې . . .

بازگشت به اطلاعیه ها