د نېکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د ټرانسپورت وزیر د مبارکۍ پیغام

Anonymous (not verified)
edy

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په خاص ډول د افغانستان جلالتماب ولسمشر، جلالتماب اجرایه رییس، د دولت د درې ګونو قوو رهبرۍ او ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

دغه نېکمرغه اختر د بشریت او اسلامي نړۍ په تاریخ کې ځانګړی اهمیت او د قربانۍ بې ساري پیغامونه لري.
موږ سږنی لوی اختر په داسې حال کې نمانځو چې زموږ د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه هم په پوره کیدو ده.

لازمه ده چې د دغې بختورې کلیزې مبارکي هم درنو هېوادوالو ته ووایم او د یوه خدماتي وزارت په استازیتوب ډاډ ورکړم، چې د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان د هغو موخو د تطبیق لپاره به پوره هڅې کوو، کومې چې د افغانستان پر اقتصادي ودې او نړۍ سره پر ښه اتصال متمرکزې وې.

هیله من یم، چې درانه هېوادوال مو دا اختر د خوشالۍ، سولې او امنیت په بشپړه فضا مې ونمانځي او دا اختر ورته له مینې او خوښیو ډک وي.

له فرصت نه په استفادې سره غواړم له درنو هېوادوالو وغواړم، چې د خپلمنځیو خیر- ښیګڼو ترڅنګ له ټرانسپورت وزارت سره د اړوندو پروژو په ښه تطبیق او ساتنه کې د هېوادني مسولیت له مخې بشپړه همکاري وکړي.
یو خل بیا مو لوی اختر مبارک او له خوښیو ډک شه!

په درنښت

انجینر یما یاري
د افغانستان د اسلامي جهموریت د ټرانسپورت وزیر

د ۱۳۹۸ د زمري نولسمه
ټرانسپورت وزارت - کابل

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۵۹
Background image

د ټولو ټرانسپورټي شرکتونو د پام وړ.

د ټولو ټرانسپورټي شرکتونو د پام وړ.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

لیست کاندیدان واجد و غیر واجد شرایط بست های رتبه ۳ و ۴؛ آمر مقررات و معاهدات ترانسپورت جاده ای، انجنیر سیول و آمر عملیاتی.

لیست کاندیدان واجد و غیر واجد شرایط بست های رتبه ۳ و ۴؛ آمر مقررات و معاهدات ترانسپورت جاده ای، انجنیر سیول و آمر عملیاتی.
به اطلاع عموم کاندیدان محترم واجد شرایط بست های متذکره رسانیده . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

اطلاعیه

خبرتيا!
ټولو محترمو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د ولايتي څارونکي(تفتیش)، مشورتي کارشناس او د هوايي ډګرونو د ساتنې او پاملرنې متخصص د بستونو لپاره  حمايوي (تحريري) ازموينه په لاندې . . .

بازگشت به اطلاعیه ها