د تورخم پر لارې څلرویشت ساعته ټرانسپورټي او تجارتي خدمتونه فعال شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي یما یاري، د تورخم پر لارې د څلورویشت ساعته خدمتونو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار والي ښاغلي شاه محمود میاخېل په ملتیا ګډون وکړ. پر یاده لاره د څلرویشت ساعته ټرانسپورټي او سوداګریزو خدمتونو له فعالیت سره به افغان سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
په دې مراسمو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت لومړي وزیر عمران خان او د هغه هېواد د فدرالي او صوبه یي کابینې غړو او د خیبر پښتنونخوا والي هم ګډون درلود.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپور ټ وزیر هیله وښوده، چې د تورخم پر لارې د څلرویشت ساعته خدمتونو له پیل سره به د افغانستان د ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي او د دې ترڅنګ به د چمن او غلام خان پر سوداګریزو لارو هم ورته خدمتونه فعال شي.