د ټرانسپورت وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د ټرانسپورټي شرکتونو د جوړیدو او فعالیت د مقرري د نهایي کولو په موخه ناسته وشوه.

Ali Muhsin
Wed, Aug 26 2020 8:21 AM
t1
نن سې شنبې د جمهوري ریاست د کابیني د مصوبي د لارښونې پر اساس چې د ټرانسپورتي شرکتونو د جوړیدو او فعالیت د مقررې په اړه شوي دي او له هغې وروسته د ټرانسپورت وزارت او کابل ښاروالۍ د رهبریو د پریکړي پر اساس د یادې مقررې د نهایي کولو په موخه د ټرانسپورت وزارت مرستیال وزیر په مشرۍ د دواړو ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
ښاغلي حسنې مبارک عزیزي په دې ناسته کې د ټرانسپورتي خدماتو او سهولتونو وړاندې کول، د ټرانسپورتي معیارونو په نظر کې نیولو سره د یاد وزارت د کاري لومړیتوبونو څخه یاد کړل چې په دې برخه کې د ټرانسپورت وزارت رهبرۍ د کابل ښاروالۍ او نورو اړوند اداراتو سره د ټرانسپورتي پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې پراخه همغږي رامنځ ته کړي ده، نوموړي همدا راز د ټرانسپورتي شرکتونو د جوړیدو او فعالیت مقررې نهایې کول د ټرانسپورت په معیاري کولو کې حیاتي وبلل او مسولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو یاده مقرره کې د عامه ټرانسپورت د خدمتونو په نظر کې نیولو سره د کابل ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو د نظرونو سره سم نهایي کړي.
همدارنګه ښاغلي عزیزي په کابل ښار کې د ټرانسپورتي ګڼې ګوڼې د کمولو او د نظم راوستلو لپاره د ټرانسپورتي نظم د کمیټې د بیا فعالیدو چې مخکې د اړونده ادارو ترمنځ رامنځ ته شوي وه مهمه وبلله چې د جلسي د ګډون کونکو لخوا تاید شوه.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست معین سهراب صدیقي په کابل ښار کې د ټرانسپورتي خدماتو او سهولتونو د رامنځ ته کول ګډ کار وګڼلو او وویل چې یاده مقرره باید زر تر زره نهایي شي او همدارنګه یې د ښار د ټرانسپورتي نظم د کمیټي د بیا فعالیدو لپاره امادګي ښکاره کړه.
د یادوني وړ ده چې د ترانسپورتي شرکتونو د جوړیدو او فعالیت مقرره د کابل ښاروالۍ سره شریکه شوه او ټاکل شوې ده چې د اونۍ تر پایه نهایي او د بیا تصویب لپاره کابینې ته وړاندې شي.

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS