دټرانسپورت وزارت نوماند او سرپرست وزیر رسما معرفي او په کار یې پيل وکړ .

Ali Muhsin
Tue, Sep 15 2020 8:26 AM
2-1

ښاغلي قدرت الله ذکي چې د جلالتماب ولسمشر د یوحکم پراساس دټرانسپورت وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکل شوي وو نن رسما دچارو اداري لوي ریس ښاغلي ډاکټر فضل محمود فضلي لخوا دیاد وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو .. لومړي ښاغلي فضلي د وزارت دمخیکینۍ رهبرۍ او په ځانګړۍ ډول د حسنی مبارک عزیزي د پالیسي او تخنیکي پخواني مرستیال څخه دهغه د کړو کړنو مننه وکړه چې د ټرانسپورټ اړوند د دولت د ملي پالیسیو په تحقق کې یې نه ستړي کیدونکې هلي ځلي وکړي او ترڅنګ یادونه وکړه چې نوي وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي دخپل وکالت په دوره کې او ددي ترڅنګ د اقتصاد عالي شورا دغړي په توګه یې فعال رول لوبولي وو او دهمدي له امله دحکومت رهبري او په ځانګړې ډول جلالتماب ولسمشر په دوۍ پوره باور لري ترڅو ښاغلی ذکي به وکولي شی د ټرانسپورت سکتور کې اصلاحات او سیستمونه رامنځ ته کړی .او همدارنګه د چارو اداره د ښاغلي وزیر د هر نوعه اصلاحي برنامي ملاتړ کوي .

ورپسي ښاغلي ذکي د حکومت د رهبرۍ څخه مننه وکړه چې پرده یې اعتماد وکړ ترڅو د ټرانسپورټ وزارت دنوماند او سرپرست په توګه یې معرفي کړ نوموړي زیاته کړه (چې د ټرانسپورټي خدمتونو دمعیاري کیدو، د شفاف او جوابګو سیستم رامنځ ته کول ، د فساد ضد مبارزه ،دخصوصي سکتور سره دهمغږۍ رامنځ ته کول او د سیمې او همسایه هیوادونو سره دټرانسپورټي اړیکو پياوړي کیدو برخه کې به د چارو اداري سره په همغږۍ پالیسي او پلانونه پلي کړي .. همدارنګه ښاغلي ذکي د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کې وظیفوي تداخل یو له جدي ستونزو څخه یاد کړي چې تراوسه ورته پاملرنه نه ده شوي . په اخر کې ښاغلي قدرت الله ذکي د چارو اداري لوی ریس ښاغلي فضل محمود فضلي ، دټرانسپورټ وزارت پخواني معین حسن مبارک عزیزي ،دټرانسپورټ وزارت نوي مرستیال وزیر اکبرجان فولاد ، دولتي چارواکو ، دملي شورا ستازو، علماوو او قومي مشرانو په وړاندي رسما وپيژندل شو .

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS