د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایاتو د تعقیب او د وزارت د پروګرامونو د چټکټیا لپاره ناسته وشوه.
د ټرانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست په مشرۍ د یاد وزارت د ریسانو او مشاورینو په ګډون کاري ناسته وشوه، په سر کې ښاغلي ذکي په وزارت کې د شفاف سیستم د رامنځ ته کولو، په مرکز او ولایتونو کې د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندي کولو چټکټیا، د مراجعینو د کارونو ترسره کول په خپل وخت، د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایاتو په خپل وخت ترسره کول او د کارکونکو ترمنځ د ښه کاري چاپیریال رامنځ ته کولو تاکید وکړ.
همدارنګه په دي ناسته کې د عامه ټرانسپورټ د خدمتونو په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو، د سرپراستانو د صلاحیت، د چارو د ورثه کونکو، د ۱۳۹۷ تشکیل کې د تنقیض کونکو، د ۱۴۰۰ کال مالي اړتیاوو او تدارکاتو پلان جوړونه ،د قرارادادونو تدارکاتي وخت کې د بودیجي د ژمني نه شتون، د تامیناتي قراردادونو د اسنادو لیږل په ډاټا بیس کې د ثبت لپاره ،په ایران هیواد کې د ټرانسپورټي اتشي د پاتي عوایدو د تز لاسه کولو لپاره د میکانیزم رامنځ ته کول او د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه کې د لازمو سپارښتنو په نظر کې نیولو سره هر اړخیز بحث وشو او د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرست یو ځل بیا د ټولو ادارو مسولینو ته سپارښتنه وکړه چې ټول مسایل په جدیت سره وڅاري او د اوسنیو ستونزو او غوښتنو په اساس د ستونزو د حل لپاره کاره میکانیزم رامنځ ته کړي.