د اداري مجلس او تخنیکي بورډ ګډه ناسته ترسره شوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اداري پلاوي او تخنیکي بورډ ګډه غونډه د پالیسۍ او تخنیکي معین ډاکټر اکبر جان پولاد په مشرۍ، د دغه وزارت رئیسانو او کار مندانو سره جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د اداري کاري بهیر او اداري او تخنیکي سیستم په مورد هر اړخیز بحث وشو، او ترڅنګ یې ټولو ادارو ته د اداري او تخنیکي کارونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وشوې په ورته وخت کې ټولو رئیسانو او کارمندانو ته د کارونو پر وخت تر سره کولو ټینګار وشو.