د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت د ټرانسپورټ وزارت اعلامیه

Anwar Yaqoubi
bairaq

د ټرانسپورټ وزارت د رهبرۍ پلاوی او کارکوونکي، د زمري د اوومې( د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت) افغان ملت ته مبارکي وایي او دغه ورځ په ویاړ سره نمانځي.
د افغانستان ملي بیرغ له تورو ورځو، بدمرغیو، ځوریدنو او کړاوونو څخه د ابادۍ او پرمختګ پر لور د ورتګ سبمول دی، چې د افغان ملت د کلونو- کلونو قربانیو، سرښندنو او مبارزو په پایله کې ترلاسه شوی.

زموږ ملي بیرغ همېشه زموږ د خلکو ترمنځ د یووالي او یوموټي توب نښه وه؛ هیله من یوو چې دغه ورځ د افغانستان خلک لا نور هم په یوه تغر سره راټول او د خپلو همېشنیو ویاړونو او او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره نور هم په پیاوړي ډول مبارزه وکړي.
زموږ ملي بیرغ زموږ د ملي غرور سمبول دی!