د ملي شورا له یو شمېر غړو سره د ټرانسپورت وزیر لیدنه

Anwar Yaqoubi
Sat, Aug 03 2019 11:39 AM
shora

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د خپلو لیدنو په دوام د ملي شورا له یو شمېر غړو او قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې لیدنو کې د ملي شورا وکیلانو او قومي مشرانو د دې ترڅنګ چې پخپلو سیمو کې د پرمختیایي پروژو تطبیق او حفظ و مراقبت ته د ټرانسپورت وزیر له پاملرنې څخه مننه وکړه، غوښتنه یې لرله چې د خلکو ټرانسپورتي ستونزې یې حل، تر کار لاندې پروژې چټکې، نوې پروژې تطبیق او د موکلینو نورو ستونزو ته یې پاملرنه وشي.

د ټرانسپورت وزیر په اړوندو ولایتونو کې سروې، ډیزاین، تدارکاتو او کار لاندې پروژو په اړه د خبرو پر وخت وویل: د تخنیکي مشخصاتو له مخې د پروژو ښه تطبیق او د خلکو د ټرانسپورتي ستونزو حل ته پاملرنه زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه ده.

هغه اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه څو د پروژو چارې، چې مختلفو پړاوونو کې دي، ګړندي او په زر فرصت کې د هېوادوالو ټرانسپورتي ستونزې حل کړي.

Latest news

Wed, Apr 03 2019 11:46 AM
Background image

A One-Day workshop held by the title of “Information on TIR system”

On the initiation of Law and Foreign Relation Directorate, Ministry of Transport held a one-day workshop on information on TIR system for transportation cooperatives and company owners. . .

Mon, Jan 07 2019 9:42 AM
Background image

Ministry of Transport held a joint coordination meeting with sector organizations.

Meeting held by participation of Ministers of Transport, Public Work, Finance and Deputy minister of Ministry of Commerce and Industries, Deputy chairman of Afghanistan Chamber of. . .

BACK TO NEWS