د یکاولنګ - دره صوف سړک پروژې د رغونې چارې ۱۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
د یکاولنګ - دره صوف سړک چې ۱۸۳.۶ کیلومتره اوږدوالی، ۷ پراخوالی، د سړک دواړه خواوؤ ته درې متره څنډې او ۳۸۹ پایې پلچکونه لري د 204,990,950.77 امریکایي ډالرو په ارزښت د آسیایي پرمختیایي بانک له خوا تمویلیږي او اوس مهال یې د رغونې چاري ۱۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
د یکاولنګ – دره صوف سړک د هېواد له شمال څخه سهیل او بیا ګاونډیو هېوادونو ته د سوداګريزو توکو د ليږد لپاره یوه مهمه لار ده چې د افغانستان په اقتصادي وده کې بنسټیزه ونډه لري او د کرنیزو تولیداتو په ليږد کې زیاتي آسانتیاوې برابروي.
د یکاولنګ – دره صوف سړک د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې له مهمو پروژو څخه ده او پلي کول یې د سیمې د اوسیدونکو لپاره کاري فرصتونه برابروي.
د دغې پروژې په بشپړیدو سره د هېواد د شمال او مرکز تر منځ یو ارتباطي دهلیز جوړ او د سهیل په لور دوام پیدا کوي.