صديقي: افغان حکومت هېڅکله ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه پېژني
د افغانستان د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني دريځ واضح دی، دا د پاکستان او افغانستان تر منځ يوه فرضي کرښه ده او په دې تړاو پرېکړه هم د افغانستان د خلکو او ملت واک دی.
صديقي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، پرون یوازې د خلکو او سوداګريزو توکو پر مخ د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې مراسم ترسره شوي دي او هغه لوحه هم د پاکستاني لوري لخوا جوړ شوې وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډيورنډ کرښه پکې پوله بلل شوې وه.
صديقي زياته کړه:
«افغان حکومت هېڅکله هم ډيورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه ده پېژندلې او په دې تړاو د ولسمشر غني دريځ واضح دی، هغه دا چې د دې کرښې په تړاو پرېکړه یوازې افغانان کولی شي.»