د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند ادارې عمومې رئیس ګډون د اروپا د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې په اوومه نړیواله همکارۍ ناسته کې

Anonymous (not verified)
Sat, Sep 21 2019 10:44 AM
hawae

د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د لومړي ځل لپاره د اروپایي اتحادیې د خوندیتوب سازمان (EASA) په بلنه ددې سازمان د همکارۍ په اوومه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ چې د سپټمبر ۱۰ څخه تر ۱۲ پوري په مونټي نیګرو کې جوړه شوې وه.

په دغه درې ورځنۍ ناسته کې چې له شاوخوا څلوېښت هیوادونو څخه د ملکي هوایي چلند رئیسانو او چارواکو برخه اخیستې وه چې په کې د ملکي هوایي چلند خوندیتوب او امنیت سیستمونو او نوو اړتیاو په مختلفو موضوعاتو باندې بحث او خبرې آترې وشوی.

ډاکټر محمد قاسم وفازاده د (EASA) سازمان اجرایوي رئیس پیټرک کی سره د اروپایي اتحادیې له تور لیست څخه د افغانستان وتلو او ددې سازمان د تخنیکي همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړي.

په لېدنه کې د EASA اجرایوي رئیس ژمنه وکړه چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې سره به ددې سازمان د جنوب آسیا پروژو په تخنیکي برخو کې همکارې وکړي او په ځانګړي توګه به د پروازونو خوندیتوب مفتشینو ته روزنه ورکړي. دواړو لوریو د افغانستان د هوایي چلند په سکتور کې د سترو اصلاحاتو لپاره د روښانه پلان پر اړتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په یوه کال کې به افغانستان وکولی شي د ایکاو تفتیش په بشپړولو سره د اروپايي اتحادیې له تور لیست څخه ووځي.

همداراز د هیواد د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د اروپايي اتحادیې د امنیت بخش مسئول جوکیم لیوکینګ سره هم په جلا توګه وکتل او د هوایي چلند سکتور کې د پرمختګ او د تور لیست څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي. په دې ناسته کې ، اروپایي اتحادیې د افغانستان هوایي سکتور پرمختګ او د هوایي چلند د خوندیتوب معیارونو پلي کولو پروسې مثبته ارزونه وکړه ، او څرګنده یې کړه چې د افغان هوایي شرکتونو وضعیت لاهم په دوبۍ او انقره هوایي ډګرونو کې د صفا رمپ انسپکشن له تفتیش سره په مطابق چې په منظم ډول د اروپایي اتحادیې سره شریک کیږي ، لا هم دوی ستونزې لري چې باید حل شي.

د یادونې وړ ده چې د ملکي هوایي چلند اداره په پام کې لري چې د اروپايي اتحادیې او د EASA د خوندیتوب سیسټم سره اغیزمنه اړیکه ولري.
په دې ناسته کې ګډون او ترسره شوي خبرې اترې د اروپايي اتحادیې له تور لیست څخه د هیواد وتلو یو منطقي تفاهم او تخنیکي حل ته د رسیدو لپاره مهمې او مؤثره وي ، او دا هڅې به دوام ولري. سږ کال به د هیواد د ملکي هوایي چلند اداره د ICOA تفتیش لومړي پړاو کوربه توب وکړي چې د هیواد د ملکي هوایي چلند ادارې په تاریخ کې یوه مهم پړاو دی.

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS