د افغانستان- بریطانیې د پانګونې او سوداګرۍ په دویم کنفرانس کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري
د افغانستان- بریطانیې د پانګونې او سوداګرۍ په دویم کنفرانس کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري، د افغانستان د ټرانسپورټ د سکټور پر ریفورمي برنامو او په دغه سکتور کې د بهرنېو مخصوصا بریطانیایي پانګوالو لپاره د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې. دا کنفرانس په لندن کې د افغان سفارت په کوربه توب جوړ شوی او د افغانستان د دولت او خصوصي سکتور پلاوي پکې ګډون لري.
ټرانسپورټ وزارت- کابل