د ټرانسپورټ وزارت د کارکونکو د بايوميټرېک لړۍ رسمآ پيل شوه

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 25 2019 2:07 PM
biometric

د ټرانسپورټ وزارت د کارکونکو د بايوميټرېک لړۍ رسمآ پيل شوه.

د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسون په همغږۍ او همکارۍ د ټرانسپورټ وزارت د ملکي خدماتو کارکونکو د بايوميټرېک کولو لړۍ د ټرانسپورټ وزير او د ياد وزارت د رهبرۍ د مالومات په ثبت کولو سره رسمآ پيل شوه.

د ټرانسپورټ وزير وويل: د جلالتماب جمهور رئيس د هدايت سره سم په اداراتو کې د اصلاحاتو په موخه نن موږ د دې شاهدان يو تر څو د ملکي خداماتو کارکونکي خپل ځانونه بايوميټرېک کړي او ياد سيستم د اوسني عصر اړينه او مهمه اړتيا ده.

ښاغلي ياري زياته کړه، ټرانسپورټ وزارت له دې وړاندې د روڼتيا او د مالوماتو د خپرولو لپاره (د پروژو د مالوماتو مديريت سيستم) (PMIS) رامنځته کړى دى، د جواسير او چلونې جواز د توزيع لپاره يې د يو ساده سيستم د رامنځته کولو په موخه عملي ګام پورته کړى.

د ملکي خداماتو ادارې عمومي رئيس احمد مسعود توخي وويل: موږ د جمهوري رياست د عالي مقام په هدايت د (HRMIS) يو معياذي سيستم رامنځته کړى دى او دا سيستم به د کارکونکو اړوند ټول مالومات درج او ثبت کوي،

د هغه په وينا په ددغه سيستم کې به د کارکونکو ټول اړوند اطلاعات او مالومات درج او ثبت کړاى شي او په اداراتو کې به د خيالي کارکونکو شتون او د فساد مخه ونيول شي.

د ملکي خداماتو او اصلاحاتو خپلواکې ادارې د (HRMIS) سيستم مسٶلې اغلې زرغونه اسلمي د ياد سيستم په اړه هر اړخيز مالومات وړاندې کړل.

په اخيره کې ښاغلي توخي د ټرانسپورټ وزارت څخه په ټولو پروسو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS