په کنړ ولایت کې د دوو پايو پلونو د رغونې کارونه پيل شول
په کنړ ولایت کې د دوو پايو پلونو د رغونې کارونه پيل شول
د افغانستان اسلامي جمهوريت د اوسپنې پټلۍ او ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد يما شمس په هدايت د سړکونو ملي ادارې د څار او ساتنې مرستيال انجنير ذکريا محمدي په مشرۍ يو تخنيکي پلاوي کنړ ته سفر کړى وو تر څو د دوو پايو پلونو ويجاړې برخې له نږدې وګوري او لازم اقدام وکړي.
ښاغلي محمدي د پلونو له ليدو وروسته د کنړ ولايت ساتنې او څار رياست ته دنده وسپارله چې زر تر زره دې د دې دوو پلونو د رغولو چارې پيل شي.
د پشد دوهم پل m 200 اوږدوالى او m 3.80 پلنوالى لري چې د کنړ ولآيت نيرنګ او سرکاڼو ولسوالۍ سره نښلوي، او د حکيم اباد پل چې m 300 اوږدوالى او m 12 پلنوالى لري چې باران اورښت له کبله ويجاړ شوي وو او اوس مهال يي د رغولو کارونه روان دي