جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

Anwar_Yaqobi
Sun, Jan 03 2021 9:53 AM
1

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د لیدلوري په اساس د ټرانسپورتي سکتور د پیاوړتیا او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو لپاره ځانګړې برنامې په پام کې لرو چې په تطبیق سره به یې افغانستان له ترانزیټي او اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې ولري.

ښاغلي ذکي وویل په پام کې لري چې د فساد ضد مبارزې او تخصص ترڅنګ وزارت په نوې ټکنالوژۍ سنبال، د عوایدو راټولېدو منظم نظارتي سیستم او بین الوزارتي کمېسیون ایجاد، همغږي زیاته، د ټرانسپورټي شرکتونو خدمات معیاري او په جنیوا کنفرانس کې د ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان تعهدات تعقیب کړي.

جمهوررئیس غني د ټرانسپورټي نظام د ښه والي لپاره د یاد وزارت د برنامو او طرحو ملاتړ وکړ او وې ویل، د دولت ټوله دستګاه ډیجیټلي کېږي او له دې وروسته باید د موټرونو، عوایدو، سرکونو او نورو په اړه معلومات الکترونیکي او په بشري سرچینو کې ژور اصلاحات راشي.

جمهوررئیس وویل، تشکیلات باید د کیفیت په اساس او افغانستان شموله وي او اترا ادارې ته مې لارښوونه کړې چې ټول سیستم وارزوي. اطلاعات باید هره ورځ راټول او د ټولو په اختیار کې ورکړل شي. هغه زیاته کړه، اتحادیې باید په شرکتونو بدلې شي، ځکه له ټرانسپورټي شرکتونو مه واره د بیمې سیستم نشي پلي کېدای.

د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي. تعرفې بدلون ومومي، د نویو موټرونو تعرفه کمه او د زړو هغو څو برابره زیاته شي او پر موټر چلوونکو د کار قانون تطبیق سره به د افغانستان موټر په سیمه کې حرکت وکولای شي.

هغه زیاته کړه، د ټرانسپورټ سیستم د سراسري اصلاح لیدلوری باید ایجاد شي او پر غلام خان بندر چې کابل ته نږدې لاره ده، سږکال څو میلیون ډالر پانګونه کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان موقعیت لویه پانګه ده او اساسي مدیریت غواړي، ځکه موږ د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ نږدې لاره یوو، نو له خپل موقعیت او دغې پانګې څخه د اعظمي استفادې لپاره باید پالیسیانې ثابتې، معیارونه واضح او سیستمونه ډیجیټلي وي.

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS