جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

Anwar_Yaqobi
Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
1

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي او د دغه وزارت معین اکبرجان پولاد، د ترانسپورټ وزارت عمومي لیدلوری تشریح کړ.

وروسته د یاد وزارت رئیسانو د اصلاحاتو بهیر، ننګونو، فرصتونو، سیمه ییز اتصال، د شرکتونو د معیاري کولو او ملي بس وضعیت د ښه والي او د مقررو او طرزالعملونو د طرح او تدوین په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت رهبري پلاوي د راپور له اورېدو وروسته، د مالیې او ترانسپورټ وزارتونو او ښاروالۍ او ترافیکو ادارو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د ځمکنیو دهلېزونو، بندرونو، صادراتو د زیاتوالي او ترانسپورټ سکتور د راتلونکي په اړه باید واضح لیدلوری موجود وي. هغه همداراز د ترانسپورټي شرکتونو پر معیاري کولو او د پراګندګۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ترانسپورټ برخې پر دیجیټلي کولو ټینګار وکړ او په ټولو برخو په ځانګړي ډول په ترانسپورټ برخه کې یې د مرکزي اسیا هیوادونو پانګونه مهمه وبلله.

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS