د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو او د بريتانيا د شاهي دولت تر منځ

Anonymous (not verified)
landon.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو او د بريتانيا د شاهي دولت تر منځ د روان کال دې تلې مياشتې په 22 دوويشتمه نيټه په لندن ښار کې سوداګريزه ناسته ترسره شوه, کورنيو او نړيوالو پانګوالو هم پکې ګډون درلود.

ياده ناسته د دواړو هيوادونو د لا ښو سوداګريزو اړيکو پراخولو, د سوداګرۍ د نويو فرصتونو وړاندې کولو او همدارنګه د دواړو هيوادونو ترمنځ د عامه او خصوصي سوداګرۍ د اړيکو د پياوړتيا په موخه ترسره شوه.

په ياده ناسته کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزير ښاغلي انجينر يما ياري د شاهي دولت دولتي او خصوصي پانګوالو ته د افغانستان د ټرانسپورټ په برخه کې دې پانګونې فرصتونه وړاندې کړل او ښاغلي يما ياري پانګوالو ته په دې برخه کې دې پانګونې د هر اړخيز ملاتړ ډآډ ورکړ.

د يادولو وړ ده چې د دې دوهمې سوداګريزې ناستې وړاندې شوې برنامې (ppp) د پلي کيدو وړ دي او په هيواد کې د بنسټيزو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب انتخاب او بديل ګڼل کيږي.

Latest announcements

Mon, Feb 24 2020 10:50 AM
Background image

Questionnaire for identifying bidders for Baghalan to Bamyan Road

Dear bidders,

The Trans Hindu Kush Road Connectivity Project( THRCP) of Ministry of Transport ( MOT) would like to identify qualified bidders for construction of Baglan to Bamyan . . .

Back to announcements