د لومړي ځل لپاره د افغانستان څخه تاجکستان ته سوداګريز انتقالات د کتاى دهليز پر لاره صادر شو
لومړني ازمايښتي سوداګريز انتقالات د کتاى دهليز له لارې د ايران څخه تاجکستان ته حرکت وکړ اوس مهال د افغانستان نيمروز ولايت رسيدلي دي.
دا ليږد او انتقالات د افغانستان د نيمروز ,قندهار, زابل, غزني, کابل او بيا د سالنګ د شيرخان بندر د لارې تاجکستان هيواد ته پر لاره دي.
يادو انتقالاتو کې الکترونکي وسايل او د کور لوازم شامل دي او د حکمت ميوند ټرانسپورټي شرکت لخوا انتقاليږي.
د کتاى دهليز د لارې د جامو ټرانزيټ تاجکستان ته د تير سيستم لاندې د افغانستان د لارې عملي کيږي او ټرانسپورټ وزارت د دوو موخو لپاره دا کار ترسره کوي لومړى د کتاى دهليز د لارې د اموالو انتقال او دوهم دا چې د تير سيستم په عملي توګه پلى کړاى شي.
د کتاى کوريدور د مهمو دهليزونو څخه ګڼل کيږي او افغان حکومت هڅه کوي چې د دې لارې منځنۍ اسيا ته انتقالات لوړ شي او په ياد دهليز کې افغانستان مهم او کليدي رول لري.