د افغانستان او ازبکستان تر منځ دې تعرفو نرخونو د کموالي هوکړه ليک لاسليک شو

Anonymous (not verified)
Sat, Feb 29 2020 9:41 AM
د افغانستان او ازبکستان تر منځ دې تعرفو نرخونو د کموالي هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان او ازبکستان تر منځ دې تعرفو نرخونو د کموالي هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس او د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست د ازبکستان جمهوريت د ټرانسپورټ وزير ښاغلي غني اوف سره وکتل، دواړو لوريو د انتقالاتو حجم پر زياتوالي او د دواړو هيوادونو سوداګرو او پانګوالو ته پر لازمو اسانتياو خبرې وکړې او د ازبکستان هيواد دې لارې دې سيمې او نړۍ بازارونو ته د افغانستان مالونو د صادراتو دې تعرفو د کموالي هوکړه ليک لاسليک شو.

په دې ليدنه کې دواړو لوريو د ټرانسپورټ برخه کې په دوه اړخيزه مرستو ټينګار وکړ، او دا يي د دواړو هيوادونو په اقتصادي وده، سوداګرۍ او ټرانزيټ کې مهم وبلل.

د دغه هوکړه ليک مطابق به ازبکستان ته د افغانستان صادارات د حيراتان ـ مزارشريف د ريل لارې په تعرفو کې 30 الى 50% کموالى راولي، او هغه هيواد ته او بيا نړيوالو بازارونو ته د باربرۍ په واسطه د افغانستان د سوداګريزو توکو صادرولو په منظور به چې 500 ډالر او د هغوى جملې څخه 100 ډالر د حيراتان پل د عبور حق الزحمه وه او پاتې 400 د خداماتو وړاندې کولو لپاره اخيستل شوې واى چې تراوسه نده اخيستل شوې او معاف شوې.

دې منځنۍ اسيا او نړيوالو بازارونو ته د افغانستان توکو په صادرولو کې د نرخونو کموالى دې سوداګريزې برخې په وده کې اسانتياوې برابروي.

د ازبکستان ټرانسپورټ وزير خبر ورکړ چې په نږدې وخت کې به د افغانستان دې لارې پاکستان ته د سکرو ټرانزيټ پيل شي او په دا برخه کې يي د افغان دولت څخه دې مرستې غوښتنه وکړه، او د افغانستان ټرانسپورټ وزير د هر اړخيزه مرستو ژمنه وکړه.

همدارنګه د افغانستان دې لارې پاکستان ته د ازبکستان د سکرو ټرانزيټ په اړه د ازبکستان د خصوصي سکتور سره جلسه ترسره شوې او ټاکل شوې ده چې په 2020 کال کې د افغانستان دې لارې پاکستان ته د ازبکستان اته سوه زره ټنه سکاره

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS