دحیرتان رېل پټلۍ له لارې چین ته لومړنۍ تجارتي محموله صادره شوه

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۰:۷
sa1

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري په هغو مراسمو کې، چې دحیرتان رېل پټلۍ له لارې چین ته د افغانستان د لومړنۍ سوداګریزې محمولې د صادرولو په مراسمو کې، چې په حیرتان ټرانزیټي ښارګوټي کې جوړ شوي وو وویل، اوس د افغانستان پر مخ د سیمې او نړۍ زیاتره سوداګریزې لارې پرانېستې دي او د ولسمشر د اقتصاد محوره سیمه ییزې پالیسې پر اساس د ټرانسپورټ د سکتور ‌‌‌‌‌‌ډېر تمرکز د هغو لارو او مسیرونو پر خلاصولو او اسانولو دی، چې زموږ هېواد د سیمې له لویو سوداګریزو بازارونو سره تړي.

د چین ختیځ ایالت یېنټن ته د صادراتي توکو په دې محموله یا بسته کې یوولس سوه ټنه د کالت ‌‌‌‌‌‌ډبرې په یو څلوېښت واګونونو کې بار شوې دي، چې تر پروسېس وروسته په طبي درملو کې کارول کېږي. دا محموله به د چین يېنټن ایالت ته په دوولسو کاري ورځو کې د مسیر او موقعیت له بدلون پرته په مخامخ توګه د شپږ زره اووه سوه کیلومتره لارې تر وهلو وروسته ورسېږي. د رېل دا پټلۍ له حیرتان بندر څخه ازبکستان، له هغه ځایه قزاقستان او بیا د چین جمهوریت ته رسېږي.

افغانستان دا مهال د حیرتان، اقینې او تورغون‌‌‌‌‌‌ډۍ په بندرونو کې له ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو سره د رېل مستقیمې کرښې لري او د ګڼو سیمه ییزو او نړېوالو توافقنامو پر اساس، زموږ توکي له همدې بندرونو، د منځنۍ اسیا، چین، ترکیې او ختیځې اروپا تر بازارونو رسېږي. دا مهال په ټول هېواد کې د رېل دوه سوه څلوېښت کیلومتره اصلي اوفرعي کرښې جوړې شوې، دېرش کیلومتره تر کار لاندې او شپږ څلوېښت کیلومتره نوې کرښې د جوړېدو کار ژر پېلېدونکی دی.

چین ته دلومړنۍ صادراتي بستې د لېږد په دې مراسمو کې د چارو ادارې تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل، په کابل کې د ازبکستان او قزاقستان سفیرانو، د چین سفارت تجارتي اتشه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال محمد هادي هدایتي او د بلخ سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پرواز های سکتور کابل - ارومچی از سرگرفته شد

د کابل ـ ارومچي تر منځ الوتنې بېرته پيل شوې

نن (چارشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترمو معينانو او د چین سفارت استازي او نورو مسؤلینو پکې برخه درلوده،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې مسافروړونکو موټرو ته د ټاکل شوې کرايې څارنه په جدي ډول روانه ده

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ!

https://www.youtube.com/watch?v=aikOelrtBfQ

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۱:۵
Background image

د مسافر وړونکو موټرو د کرايو څارنه په جدي توګه دوام لري

جزئیات بشتر

https://www.youtube.com/watch?v=NAjP01C8Vvs

BACK TO NEWS