د زابل والي سره د ټرانسپورټ وزیر لیدنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري د زابل والي رحمت الله یارمل سره په داسې مهال پخپل دفترکې وکتل، چې د دې ولایت د ولایتي شورا ریس عطاجان حق بیان او د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې مرستیالان هم حاضر وو.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو په زابل ولایت کې د ټرانسپورټ وزارت د تطبیقیدونکو پروژو په اړه خبرې وکړې.
د زابل والي د پرمختیايي پروژو د تطبیق برخه کې د ټرانسپورت وزیر د هڅو د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د زابل د مواصلاتي ستونزو؛ په ځانګړي ډول د ژمنیو هغو په اړه خبرې وکړې.
زابل والي غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت اړوند د کابل - کندهار سړک دې ترمیم او هم دې د دې ولایت تخریب شوي پلونه او د شاه جوی د بازار سړک جوړ شي.
د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري په زابل کې د ټرانسپورټ وزارت د پروژو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او وویل: د کابل - کندهار د سړک رغونه او مراقبت پر څو برخو وېشل شوی، چې دوه برخې یې قرارداد شوي او نورې به د پلان مطابق په نورو پړاوونو کې په قرارداد ورکړل شي.
د ټرانسپورټ وزیر اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې په زابل کې د ټرانسپورت اړوندې ستونزې او هغه پروژې چې د ترمیم اړتیا لري، د ژمي تر رسیدو مخکې ورته اقدام وکړي.