د سميليټور دستګاه له لګښت پرته فعاله شوه

د سميليټور دستګاه له لګښت پرته فعاله شوه
هغه زده کړيالان چې ملکي هوايي چلند په انسټيټيوټ کې د هوايي ټرافيک کنټرول په څانګه کې زده کړې کوي، يوه برخه يې په عملي ډول د سميليټور زده کول دي. پخوا دا سیسټم په ډېره لوړه بيه د بهرنيانو له خوا د کابو اويا زره ډالرو په لګښت د لنډ مهال لپاره فعاله و، له نېکه مرغه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مسلکي کادرونو د هڅو او محنت په برکت دا سیسټم له کوم لګښت پرته په دوامدار ډول فعال شو.