د سړکونو د ملي ادارې مرستيالانو په ولسي جرګه کې د جوزجان ولايت له استازو او د بدخشان ولايت د کران او منجان ولسواليو قومي مشرانو سره وکتل
د سړکونو د ملي ادارې مالي او اداري مرستيال احمد جاويد همدرد او د يادې ادارې ارشد انجنير محمد حامد علمي په ولسي جرګه کې د جوزجان ولايت د خلکو له استازو د شبرغان ښار د پروژو د پلي کوونکي قراردادي شرکت مسٶل او د بدخشان ولايت د کران او منجان ولسواليو قومي مشرانو سره بېل بېل وکتل او خبرې يې وکړې.
د سړکونو د ملي ادارې مرستيالانو د جوزجان ولايت د خلکو له استازو سره د شبرغان ښار د حلقوي سړک پر اهميت او د ياد سړک د جوړونې پر پرمختګ بحث وکړ هغه ګواښونه چې د پروژې د ځنډ سبب شوي هغه ټول بررسي شوي دي.
او د پروژې پلي کوونکي شرکت مسٶل د پروژې د کار د ځنډ او شاته پاتوالي په اړه د مجلس ګډون والو ته تفصيلي ګزارش ورکړ.
په جلسه کې پريکړه وشوه د ژمي تر رسيدو مخکې قراردادي شرکت مکلف دى چې د سړک اسفالت پيل کړي او د د پروژې په پلي کولو او د چاپيريال د ستونزو په حل کې به د ملي شورا د استازو په ګډون به هر ډول مرسته ترسره کيږي.
همدارنګه ښاغلي همدرد د بدخشان ولايت د کران او منجان ولسواليو له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او مشرانو د کران ـ منجان تر پنجشير ولايت لارې او د اشکاشم ــ شهداو تر کوتل پورې د سړکونو د ساتنې څارنې او پاکولو غوښتنه وکړه.
په دا ناسته کې مالي او اداري مرستيال وويل: د ژمي تر رسيدو وړاندې د سړکونو د ساتنې او څارنې تدابير د ټرانسپورټ وزارت په لومړيتوب کې دي.
هغه زياته کړه بدخشان ولايت د هيواد د بانفوسه ولايتونو د جملې څخه دى او موږ هڅه کوو چې د سږکال د ژمي په اوږدو کې مواصلاتي لاره د هيوادوالو پر مخ خلاص وساتو.
مالي او اداري مرستيال اړوندو څانګو ته هدايت ورکړ که چېرته ياد شوي سړکونه د ژمي په پلان کې نه واوسي بايد په بيړه سره په پلان داخليدو يي اقدام وشي تر څو د هيوادوالو ستونزې حل شي.