د عامه ټرانسپورت د طرحي په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو د تطبیق ناسته وشوه.
د جمهوري ریاست عالي مقام د ټرانسپورت برخي مشاورت استازي، د مالیې وزارت استازي، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ استازي، د ټولګټو وزارت استازي، د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت استازي، د کابل امنیه قومندانۍ، کابل ښاروالۍ،کابل ولایت استازي،د ګازو او نفتو اداري استازی، د ملي تدارکاتو اداري استازي، د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړي اداري استازي، د اسان خدمت اداري استازي او نورو اړونده ریسانو په ګډون د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست او نوماند ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
ښاغلي ذکي د ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو وړاندي کول د وزارت د رهبرۍ د لومړیتوبونو څخه وګڼل او زیاته یې کړه: هغه طرحه چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونو سره جوړه او منظور شوي وه په کاري کمیټه کې یې د عملي کیدو لپاره د پام وړ فعالیت ندی شوي چې ددې طرحي د عملي کیدو لپاره یې په ټرانسپورټي برخه کې د ښکیلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ د ټینګار ترڅنګ د یادي طرحي د لومړۍ برخي د پیل لپاره د کاري کمیټي د کار په پیل تاکید وکړ.
وروسته د ښاري ټرانسپورت طرحه او د عامه ټرانسپورټ د طرحي د عملي کیدو د پرمختګونو په اړه د مسولینو لخوا ګډونوالو ته پریزنټیشن او د نوي کاري کمیټي جوړیدولو وړاندیز وړاندي شو چې وروسته د بحثونو څخه د اړونده وزارتونو او ادارو څخه لس کمیټې جوړي ترڅو اړونده طرحې د عملي کیدو چارو پیل او راپور د عمومي کمیټي سکرتریت ته وړاندي کړي.