د غلام خان بندر د ټرانزیت کېدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم.

Ali Muhsin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۸:۳۲
rt
تر هرڅه ړومبی له جلالتمآب ولسمشر او دده له بشپړ ملاتړ له امله مننه کوم، د خوست له درنو وکیل صاحبانو (د ولایتي شورا او هم د ولسي جرګې له غړو)، خوست کې زما د وخت له تکړه کاري ټیم او اړونده ۱۵ ادارو رییسانو، د بهرنیو چارو وزارت له وزیر او په پاکستان کې د افغانستان له سفیر ښاغلي عاطف مشعل څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د خوستوالو دا خوب یې عملي کړ.
له جلالتمآب ولسمشر، د چارو ادارې له مشرتابه او همدارنګه د سییمه ایزو ارګانو د خپلواکې ادارې له مشرتابه هم مننه کوم چې هغه وخت یې د ولایتي ادارې پلان منظور او هغې ته یې د تطبیق کاري ډله وټاکله.
په ورته وخت کې د ټرانسپورټ وزارت د پالیسۍ او تخنیکي معین ښاغلې حسن مبارک عزیزي د یاد وزارت په استازیتوب د غلام خان بندر څخه د تلونکو او راتلونکو ترانسپورتي شرکتونو او وسایلو ته د سهولتونو په برابرولو کې بشپړه امادګي وښودله او د خوست ولایت د ټرانسپورټ ریاست ته یې دنده وسپارله ترڅو په اړونده برخه کې لازم سهولتونه او د ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پرواز های سکتور کابل - ارومچی از سرگرفته شد

د کابل ـ ارومچي تر منځ الوتنې بېرته پيل شوې

نن (چارشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترمو معينانو او د چین سفارت استازي او نورو مسؤلینو پکې برخه درلوده،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې مسافروړونکو موټرو ته د ټاکل شوې کرايې څارنه په جدي ډول روانه ده

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ!

https://www.youtube.com/watch?v=aikOelrtBfQ

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۱:۵
Background image

د مسافر وړونکو موټرو د کرايو څارنه په جدي توګه دوام لري

جزئیات بشتر

https://www.youtube.com/watch?v=NAjP01C8Vvs

BACK TO NEWS