د فراه هوايي ډګر

Anwar_Yaqobi
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۴:۵۸
11

د فراه ولایت هوايي ډګر د ۱۳۴۳ او ۱۳۴۴ هجري لمریز کال تر منځ د فراه ولایت په سویل ختیځه برخه کې جوړ شو چې په پیل کې یې اوږدوالی ۲۷۰۰ متره او پلنوالی یې ۱۶۰ متره و.
د دغه هوايي ډګر د ځغاست لیکه په لومړي سر کې په خامه بڼه د ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي سره جوړه شوي وه، چې یوازې د پکتیک شرکت کوچنۍ الوتکې، پوځي الوتکې او د باختر هوايي شرکت پخوانۍ الوتکو کې ترې کار اخیستل کېده.
 د دغه هوايي ډګر د رنوې اسفالیټ کار په ١٣٩٣ کال کې پیل شو او  ١٣٩٤ کال په پای کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
همدارنګه دغه هوايي ډګر د ۴۴۰ مربع مترو په مساحت سره د اور وژنې مرکز، او په جلا جلا تالارونو کې په تجربوي وسایلو سمبال ترمینل چې شاوخوا ۴۰۰۰ مربع متره مساحت لري،ځانګړی مسجد  چې د ۱۷۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او ددې ترڅنګ د ساتونکو خونې، معیاري سړکونه  او مخابرتي سوق ادره لري.
اوس مهال د دغه هوايي ډګر د ترافيکو او مخابراتو، اور وژنې، هوا پېژندنې او تخنيکي څانګو ټول سيستمونه فعال دي او د کورنيو هوايي شرکتونو، هوايي ځواکونو او ادارو الوتکې په دې هوايي ډګر کې په عادي ډول د ناستې او الوتنې وړتيا لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ، د ټرافیکو ریاست ، د کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ ترمنځ د ټرانسپورټي تنظیم په موخه غونډه تره سره شوه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ، د ټرافیکو ریاست ، د کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ ترمنځ د ټرانسپورټي تنظیم په موخه غونډه تره سره شوه.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د پالیسۍ. . .

شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د کابل نړيوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته

د کابل نړيوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد (الوتنو) په دوام پرون هم د دغه نړيوال هوايي ډګر له لارې ٣٤٦ تنه نور حاجيان د حج مراسمو  ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د فراه هوايي ډګر

د فراه ولایت هوايي ډګر د ۱۳۴۳ او ۱۳۴۴ هجري لمریز کال تر منځ د فراه ولایت په سویل ختیځه برخه کې جوړ شو چې په پیل کې یې اوږدوالی ۲۷۰۰ متره او پلنوالی یې ۱۶۰ متره و.
د دغه هوايي ډګر د. . .

BACK TO NEWS