د هریرود پله د کار چټکولو په موخه غونډه وشوه
د هرات ولایت د هریرود پله د جوړیدو د چارو د چټکتیا په موخه د اوسپنې د پټلۍ ادارې د ریس او د سړکونو د ملي ادارې سرپرست محمد یما شمس په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو (UNOPS) د عمومي ریس پاول کرکشانک او اړوندو مسولینو په ګډون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د UNOPS عمومي ریس د پروژې د چارو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.
شاغلي شمس تر راپور اوریدو وروسته وویل: ټرانسپورت وزارت د پاتې چارو د چټکولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
هغه اړوندو مسولینو او د UNOPS مسولینو ته لارښوونه وکړه چې د پروژې چارې چټکې او جدي ګامونه واخلي.
د هریرود پول 340 متره اوږدوالی او 13 متره پراخوالی لري، چې د هرات د بایپاس سړک لومړی او دویم لات له یو بل سره نښلوي.