د ټراتسپورټ برخه کې د لا زیات خوندیتوب لپاره د سیستم جوړول او مسلکي سازي د ټرانسپورټ وزارت د لومړیتوبونو څخه دي.

Anwar_Yaqobi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۴:۵۲
1

هغه ناسته چې د ټرانسپورټ وزارت د وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په رهبرۍ او د یاد وزارت د نورو ریسانو او اړونده مسولینو په ګډون جوړه شوي وه د ټرانسپورټ وزارت د تخنیک او خوندیتوب خدمتونو د ریس ښاغلي انجینر محمد الله دردمنش لخوا د اړونده ریاست په اړه مفصل پریزینښتن وړاندي شو، چې وروسته د ګډونوالو د نظرونو د اخستلو څخه د ټرانسپورت وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي وویل د یادي برخي مسولیت د خوندي ټرانسپورټ برخه کې ډیر حیاتي دی نو لازمه ده چې د نورو هیوادونو تجربو ته په کتو د موټرو د تخنیکي معایناتو او بیمي برخه کې یو جامع طرزالعمل رامنځ ته شي. همدارنګه ښاغلي ذکي د وسایطو بریښنایې کنترول د ولس د خوندیتوب لپاره مهم او حیاتي وبللو او مسولینو ته یې دنده ورکړه ترڅو د موټرو د هغه ورکشاپونو چې په معیار برار ندي د هغوۍ د کیفت د ښه وایې لپاره اقدام وکړي او په ځانګړي ډول د یادو ورکشاپونو له مسولینو او مالیکنو سره تفاهم وکړي ترڅو د بي کیفیته پرزه جاتو د راوړلو او کارولو څخه ډډه وکړي، چې د یادي طرحي په عملي کیدو سره به د وسایطو د خرابیدو او د حوادثو د کميدو مخه ونیول شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پرواز های سکتور کابل - ارومچی از سرگرفته شد

د کابل ـ ارومچي تر منځ الوتنې بېرته پيل شوې

نن (چارشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترمو معينانو او د چین سفارت استازي او نورو مسؤلینو پکې برخه درلوده،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې مسافروړونکو موټرو ته د ټاکل شوې کرايې څارنه په جدي ډول روانه ده

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ!

https://www.youtube.com/watch?v=aikOelrtBfQ

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۱:۵
Background image

د مسافر وړونکو موټرو د کرايو څارنه په جدي توګه دوام لري

جزئیات بشتر

https://www.youtube.com/watch?v=NAjP01C8Vvs

BACK TO NEWS