د ټرانسپورت وزارت سرپر ست اونوماند وزیر په هغه انلاین سیمینار کې ګډون او وینا وکړه کوم چې د چین خلق جمهوریت د ۷۱ کالیزي د جوړیدو په مناسبت رابلل شوي وو
په هغه انلاین سیمینار کې چې د چین خلق جمهوریت د د جوړیدو د ۷۱ کلیزي په مناسبت جوړ شوی وو لومړی په افغانستان کې د چین هیواد سفیر ښاغلي یو ونګ، د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح، د کابیني یو شمیر غړو او افغان سیاسي مشرانو ویناوي وکړي او د چین سفیر د ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي قدرت الله ذکي چې په دي سیمنار کې د هیواد د دریم شخص په توګه وینا کوله د چین خلق جمهوریت د جوړیدو د ۷۱ کلیزي په مناسبات خپلې نېکي هیلې او مبارکیانې د چین هیواد د سفیر په واسطه د یاد هیواد حکومت او خلکو ته وړاندي کړي او زیاته یې کړه چې افغانستان او چین دوه ستراتیژیک ملګري هیوادونه دي او چین هیواد د افغانستان د سولې او بیا رغوني برخه کې فعاله ونډه اخستي او زموږ ملاتړ یې کړی دی چې د افغانستان خلک به دا خدمتونه هیڅکله هیر نکړي.
ښاغلي ذکي د ټرانسپورټی اړیکو د زیاتیدو، د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږ دزیاتوالي او د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د څلور اړخیزه ترانسپورتي موافقتنامي او د واخان دهلیز په جوړیدو ټینګار وکړ او چین هیواد یې په افغانستان کې یو تر ټولو مهم پانګه اچونکی او ښه همکار هیواد یاد کړ .