د ټرانسپورټ او ترانزیټ ملي ورځ په افغانستان کې د ټرانسپورټ او ترانزیټ د پراختیا تر عنوان لاندي په کنفرانس کې ولمانځل شوه.

Ali Muhsin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۷
1
هغه غونډه چې په هیواد کې د ټرانسپورټ او ترانزیت ملي ورځي په نوم جوړه شوي وه په کې د دولتي مسولینو سربیره، په افغانستان کې د نړیوالې سوداګریزې خونې رهبرۍ او مسولینو، د سوداګرۍ او پانګه اچوني خوني رهبرۍ او غړو، د افغانستان د خونو فدراسیون استازو، د نړیوالو بار وړونکو شرکتونو استازواو ددي ترڅنګ د مختلفو وسایطو لرونکو شرکتونو او استازو ګډون درلود.
د ټرانسپورت وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په یاده ناسته کې د دولتي مسولسنو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون خوښي ښکاره کړه او د ټرانسپورټ په داخلي ستونزو، د سیمي په نښلولو د وزارت د رهبرۍ په راتلونکو پلانونو په وزارت کې په بنسټیزو اصلاحاتو ،دفساد ضد مبارزه، د هیواد اوسني وضعیت ته په کتو د ټرانسپورټي قانون بیا کتنه،د ښه ټرانسپورټی خدمتونو د وړاندي کولو او عوایدو راټولولو لپاره د شفاف سیستم رامنځ ته کول، د وزارت مسلکي کول، د ګاونډیو او سیمي هیوادونو سره د څو اړخیزه موافقت نامو بیا کتنه ،له مرسته کونکو نهادونو سره د اړیکو جوړول، د ټرانسپورټي زیربیناوو جوړول لکه ټرمینلونه، تم ځایونه او ښاري ټرانسپورټ ته جدي پاملرنه وکړي او ددې ترڅنګ به د خصوصي سکتور سره په شریکه په ټول هیواد کې ټرانسپورټي ستونزو ته په ګډه رسیدګي وکړي.
په ورته وخت کې ښاغلي ذکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جمهوري ریاست عالي مقام د هغه لید چې غواړي افغانستان د سیمي په څلور لاري بدل کړي د عملي کیدو لپاره جدي هڅي وکړي او د سیمي او نړیوالو بازارونو سره د نښلولو لپاره به نوي لاري او دهلیزونه پرانیزي.
ورپسي د اجنډا سره سم د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار ښاغلي اعتبار خان ځدارن، د نړیوال سوداګريزې خونې د مدیره هیت مشر حاجي مایل اغا خیرخواه، د سوادګرۍ او پانګه اچوني خوني مشر سیدزمان هاشمي، د سوداګرۍ خونو د فداراسیون مشر داکتر مسعود پروانفر د حرکت موسیسې استازي ښاغلي ناصر مجروح، د بار وړونکو شرکتونو د اتحاديې مشر ښاغلي عباس ایېن، د افغانستان د پراختیا د څیړنو مرکز مشر دږکتور فردین هاشمي، او د ټرانسپورټي نورو شرکتونو په استازولۍ ښاغلي ډاکټر احمد الله او حاجي محمد اصف غوربندي په هیواد کې دشته ټرانسپورټي ستونزو او فرصتونو په اړه خبرې وکړي او د داسي غونډو جوړول یې د خصوصي سکتور او په دي برخه کې د پانګوني لپاره د اړیکو جوړولو په موخه مهمي وبللې او د وزارت د پروګرامونو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
د یادي غونډي په دوهمه برخه کې د ټرانسپورټ برخي کارپوهانو او د ادارو مسولینو د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۲۶
Background image

پرواز های سکتور کابل - ارومچی از سرگرفته شد

د کابل ـ ارومچي تر منځ الوتنې بېرته پيل شوې

نن (چارشنبه) د يوې غونډې په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت محترمو معينانو او د چین سفارت استازي او نورو مسؤلینو پکې برخه درلوده،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې مسافروړونکو موټرو ته د ټاکل شوې کرايې څارنه په جدي ډول روانه ده

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ!

https://www.youtube.com/watch?v=aikOelrtBfQ

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۱:۵
Background image

د مسافر وړونکو موټرو د کرايو څارنه په جدي توګه دوام لري

جزئیات بشتر

https://www.youtube.com/watch?v=NAjP01C8Vvs

BACK TO NEWS