د ټرانسپورټ وزير د تخار ولايت والي سره وکتل

Ali Muhsin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۳:۵۶
takhar

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري په خپل دفتر کې د تخار والي سره وکتل.

په دې ليدنه کې داوړو لوريو په تخار ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت د پرمختيايي پروژو په پلي کولو بحث وکړ او نظرونه يې تبادله کړل.

د تخار والي په ياد ولايت کې د ځينو بشپړ شويو پروژو لکه دو لات بنګي ـ اشکمش, د ورسج ــ خوست فرنګ سړک او د زرګران قصر يادوري وکړه او د هيواد پرمختګ لپاره يې يو نېک ګام ياد کړ.

همدارنګه په دې ليدنه کې د پرمختيايي د څارنې او ساتنې پروژو په ځانګړې توګه د خواجه بهاوالدين ــ ينګي قلعه او خواجه غار ــ دشت قلعه په اړه بحث وشو.

د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د پرمختيايي پروژو پلي کول مهم وګڼل او د پروژو کار د ګړنديتوب لپاره يي د تخار ولايت مسٶولينو ته لارښوونه وکړه, د تخار والي عبدالحق په ياد ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت د پروژو د پلي کولو له کبله د د وزير څخه مننه وکړه او د پروژو د بشپړيدو لپاره يې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۳۲
Background image

د ګرځندوۍ شرکتونو له یو شمیر مسولینو او ریسانو سره د ټرانسپورټ وزارت سرپرست او نو ماند وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي لیدنه.

د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرسټ په دي لیدنه کې چې د ګرځندوۍ شرکتونو له ریسانو او مسولینو سره لرله په یاد وزارت کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل او د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندي کول یې د. . .
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۸:۴۰
Background image

د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي د رجال برجسته د رئیس ښاغلې مولانا جلال یفتلي سره وکتل

او دواړو لورو د ټرانسپورټ وزارت او رجال برجسته ریاست ترمنځ د یاد وزارت د امنیت د ټینګښت لپاره په همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي ذکي د رجال برجسته ریاست د کارکونکو د شپه او ورځ زحمتونو څخه. . .
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۸:۳۶
Background image

په کابل ښار کې د ملي بسونو په واسطه د بریښنایې پیژندپاڼو ویشل.

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي د مرکزي اداري ريس جاوید رسولي سره وکتل.
په سر کې ښاغلي جاوید رسولي د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست او نوماند په توګه دښاغلي قدرت. . .

BACK TO NEWS