د ټرانسپورټ وزير د هلمند والي سره وکتل

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۳:۵۴
helmand.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري په خپل دفتر کې د هلمند والي سره وکتل.

په دا ليدنه کې د هلمند والي په هلمند ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت د پرمختيايي, د څارنې او ساتنې پروژو له امله مننه وکړه د هلمند ولايت د اوسيدونکو د ټرانسپورټي ستونزو په اړه يې خبرې وکړې د لښکرګاه ښار د باربرۍ د ترمينل, د ځمکني ټرانسپورټ رياست اداري تعمير جوړول, د بٶست سرک جوړول, او د هلمند سيند باندې د يو بل موازي پل جوړل چې جنوب د لښکرګاه مرکز سره نښلوي غوښتنه وکړه.

د ټرانسپورټ وزير د ياد وزارت د پروژو په اړه خبرې وکړې په ځانګړې توګه د انجير څاه ــ ګرشک او نوزاد او وې ويل : هلمند د هيواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او موږ د دغه ولايت د اوسيدونکو د ټرانسپورټي ستونزو حل او اسانتياو رامنځته کولو ته ژمن يو.

ښاغلي ياري اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه تر څو د سړکونو څارنې او ساتنې ته همدارنګه د ژمي رارسيدو ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS