سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي

سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي
د کابل ترافيکو عمومي مديريت د کنټرول امريت به ټول هغه موټر چلونکي جريمه کړي کوم چې ترافيکي قوانين نه مراعتوي او مخته سيټ کې دوه کسان کينوي
د کابل ترافيکو اداره په جدي توګه هره ورځ د هيواد په مختلفو برخو کې دا موضوع تر څار لاندې نيولې او د ترافيکي قوانينو د پلي کيدو په موخه موټر چلونکو باندې علمي کيږي.
يوازې نن ورځ د کابل له ناحيو څخه دې ادارې د ترافيکي قوانينو سرغړونکو څخه 125300 افغانۍ جريمه راټوله کړې ده.
د ټولو هيوادوالو څخه هيله کيږي چې کله قانون سرغړونکي وينى ترافيکو ته اطلاع ورکړئ.