ټولې مالي او اداري پروسي دي بریښنایې او د شفافیت پربنیاد دي اجرات وشي.
د نن ورځي د ۸:۳۰ بجو سهارنۍ جلسه کې چې د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ جوړه شوه د وزارت اداري او مالي ریس شهریار مومند د مالې اواداري کړنو د پروسو، د عادي او پراختیایې بودیجي، د مرکز او ولایتو د عوایدو په توحید، د ساتني او مراقبت، د وسایطو د روغنیاتو او جوړولو او د مامورینو د معاشاتو او اضافه کارۍ په اړه بشپړ پریزنټشن وړاندي کړ. چې وروسته د پریزنتیشن او د یو شمیر ریسانو د نظرونو څخه د ټرانسپورټ وزیر د ټولو برخو د اصلاحاتو او شفایت ترڅنګ د مالیې او عوایدو راټولولو برخه کې د بریښنایې سیستم رامنځ ته کول یو ضروري امر یاد کړ.
ښاغلي ذکي د مکافاتو او مجازاتو سیستم په وزارت کې د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه یاد کړ ټینګار یې وکړ چې د ټرانسپورټي نظم د رامنځه ته کیدو او د وزارت د پروګرامونو په خپل وخت د اجرا لپاره ټول ریسان مرکزي او ولایتي مسول دې چې د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندي کول ، دعوایدو د شفاف راټولوني او د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت تګلاره د ځانکړو وړاندیزونو سره چې په هغې کې ستونزي هم یادې شوي وي راتلونکې اونۍ د وزارت د ټولو ریسانو په هغه ناسته کې وړاندي کړي چې ټاکل شوي ده په کابل کې ترسره شي.
همدارنګه ښاغلي ذکي د وزارت د مالوماتي ټکنالوجۍ ریس ته دنده وسپارله ترڅو د مرکز او ولایتونو ترمنځ ټکنالوجیک بریښنایې سیستم رامنځ ته او پر مټ یې د هغوۍ د ورځنیو کړنو څارنه او ارزونه د کارونو د موثریت او شفافیت لپاره وشي، بل لورته د یوې کمیټې په ټاکلو سره هغوۍ ته دنده وسپارل شوه چې د عوایدو د راټولولو مسایل په مقایسوي شکل سره د نورو کلونو وڅیړي او د وزارت مقام ته بشپړ راپور وړاندي کړي.