د څېړنپوه دکتور اکبرجان (پولاد لنډ ژوند لیک

د څېړنپوه  دکتور اکبرجان (پولاد لنډ ژوند لیک

 څېړنپوه دکتور اکبرجان ( پولاد) د سیدا جان زوی  په ۱۳۳۹ لمریز کال  د خوست ولایت د سمل خیلو ولسوالی د برخانخیل  په کلی کې زیږیدلی دی.په ۱۳۴۵ کال د خوست ولایت د څړبن په منځنې ښونځې  کې شامل شو.په ۱۳۵۹ کال کې د خوست د مخانیکی لیسې څخه فارغ شو.په همدې کال د کابل په مخانیکی لیسه کې د ښوونکی په توګه مقرر شو.په همدې کال د کارنکور د لارې د کابل پولې تخنیک انستیتوت کا شامل شو او ۱۳۶۱ کال   د امادګي په پوهنځي کې شامل او په بریالیتوب سره یی پای ته ورسوله. په همدې کال  د لوړو زده کړو لپاره د اوکراین جمهوریت  د خارکوف د سرک او موټر په ملی پوهنتون کې  زده کړې پیل کړې. په ۱۳۶۶ کال کې د نوموړی     پو هنتون د ترانسپورټ د بهره برداري رشتې  څخه د تخنیکي علومو ماسټر په توګه

 د ( د افغانستان غرنیو شرایطو لپاره د ډېزلي انجن طرحه کول ) تر عنوان لاندې  خپل  ماسټری  تېزېس دفاع کړو.  په همدې کال دعسکری  مکلفیت  خدمت د تیرولو لپاره  سوق شو .  په ۱۳۶۸ کال  د عسکری مکلفیت څخه  ترخیض شو. په ۱۳۶۸ کال کې د یو کانکور د لارې د علومو اکاډمي  په علمی کادر کې  دنوماند څړندوی په توګه ومنل شوم.په ۱۳۶۹ کال کې د نوماندي  دوره  يی د        ( مودل متیماتیکی تامین اطلاعات  پلانګذاری و اداره سیستم ترانسپورټ موتری) تر عنوان لاندې  علمی  اثر  په  بشپړه اود  څړندوی  علمی رتبه یی   واخیسته. په ۱۳۷۵ کال کې یی د (  تعین نورم خدمات تخنیکی  و استهلاک پرزه ها در شرایط کشور ) تر عنوان لاندې علمی رثاله بشپړه او دفاع کړو او د څېړنوال  علمي زتبې ته ترفیع وکړه . په ۱۳۷۹ کال کې  د سیاسي ناخوالو له امله د هېواد څخه   هالنډ او انګلستان ته  په کډه مجبور شو او د ۱۳۸۴ کال په پای کې بېرته هېواد ته راستون شو.

په ۱۳۸۵ کال کې د ( د کابل ښار  ترانسپورټی سیستم   معقول مودل طرحه کول ) تر عنوان لاندې   اثر په بشپړیدو او دفاع  سره د څېړنپوه علمی رتبه تر لاسه کړه.

دترانسپورټ ، د ترانسپورټی تخنیکی بهره برداري او ترانسپورټي سیستمونو په ( ۲۵ ) علمی او څېړنیزې لیکنې لري. د هغې جملې څخه  (۲۲) ليکنې چاپ شوي دي او  درې یی نا چاپ پاتې دي.

مدني فعالیتونه :

د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې د  دارالانشا  غړی دی. نږدې  لس کاله  د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې  د خپلې خوښې کارونه کوي. په  زیات شمېر ملي او  سیمه ایز کنفرانسونه کې ، چې د لر او بر  لوی افغان د ستونزو د حل په برخه چې د افغان کلتوري ټولنو د ګډې چرګې او د مدني ټولنې د همغي مرکز  په لر او بر کې له خوا  جوړ شوي و ، فعال  تنظیمونکی و . د کلتوري ټولنو ګډې جرګې  په استازیتوب يی   د پوهنې وزارت  سره په ګډه د پښتو ژبو زده کونکو لپاره   په پښتو ژبه د زده کړې زمینې برابرولو لپاره کار کړی دی .

د مدني ټولنو د همغږی مرکز په جوړولو او فعال ساتلو کې  زیاته ونډه درلوده. ددې مر کز له براکته په لومړی ځل د توکیو په کنفرانس کې په نړیوالو ومنل شوه، چې په افغانستان کې به  د با عزته سولې لپاره لاره خلاصوی.

په افغانستان کې د ملی یووالی، سولې ، په جګړه کې ملکي وګړو د وژنې مخنیوی  لپاره یی د قومي شوراګانو د همغږي کولو هلې ځلې وکړې اود یو زیات شمېر لاریونونواو مطبوعاتي کنفرانسونو په  جوړولو کې  د مشرتابه غړی په توګه فعاله برخه واخیسته.

د نورو قومونو سره یو ځای د ژبو او فرهنګ د ملاتړ او پراختیا بنسټ جوړکړو او لا تر اوسه یی مشری په غاړه لری.

دندې:

په ۱۳۶۹ کال راهیسې د ریاضی ، فزیک او تخنیک علومو مرکز  علمی غړی دی.

 درې کال د ریاضی ، فزیک او تخنیک علومو مرکز  رییس وه.

 دوه کاله د سرحدونو او قبایل چار وزارت د جرګو او قبایلو رییس و.

فعلا د علومو اکاډمي د تکنالوژي او تخنیک  انستیتوت امر دی.

 متاهل دی، څلور اولادونه دوه لوڼه او دوه زامن  لري. په کرایی کور کې اوسیږی.