د هېواد له څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو څخه د افغان حاجیانو د لېږد بهیر روان دی.

Anwar_Yaqobi
Tue, Jun 21 2022 9:07 AM
11

  د کابل ، هرات، کندهار او مزارشريف نړیوالو هوایي ډګرونو له لارې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ روانه ده.
  سږ کال دحج په مراسمو کې ۱۳۵۸۲ افغان حاجیان برخه اخلي، چې د انتقال لړۍ پيل یې په ۲۲/۰۳/۱۴۰۱ نېټه د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه  وشو.
 د يادونې وړ ده چې تر دې مهاله ۵۱۰۱ افغان حاجيان د حج د فريضې د ادا کولو په موخه د څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو له لارې په څو الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي او پاتې نور افغان حاجيان به په ټاکلي وخت له یادو هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته ولېږل شي. 
 د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت، سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد لپاره ټول لازم چمتووالی نیولی او د یوه ملي او دیني بهیر په توګه د حج بهیر د بشپړېدو لپاره کار کوي.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار