د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ، د ټرافیکو ریاست ، د کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ ترمنځ د ټرانسپورټي تنظیم په موخه غونډه تره سره شوه

Anwar_Yaqobi
Tue, Jul 05 2022 1:34 PM
11

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ، د ټرافیکو ریاست ، د کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ ترمنځ د ټرانسپورټي تنظیم په موخه غونډه تره سره شوه.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د پالیسۍ او تخنیکي معین دوکتور اکبرجان پولاد په مشرۍ د کابل ښاروالۍ، د کابل امنیه قومندانۍ او د ټرافیکو ریاست مسؤلینو سره د کابل ښار د ټراسپورټي تنظیم په پار ناسته تر سره شو.

د دغه وزارت د پالیسۍ او تخنیکي معین دوکتور اکبرجان پولاد لخوا د غونډې ګډونوالو ته د ښاري تنظیم په اړه د ترانسپورټ وزارت طرحه او په همدې مورد د کابینې پریکړه باندې مفصل مالومات وړاندې شول او په ټینګار سره یې وویل چې د کابل ښار ټرانسپورټي تنظیم په پار د کابینې پریکړه به په راتلوونکي نیږدې وخت کې عملي کوي.

د یادونې وړ ده چې د ټرانسپورټ وزارت د دغې طرحې له مخې به د کابل ښار د ټرانسپورټي تنظیم په پار ټول ټرانسپورټي وسایط سټیکر او د لارې مسیر به ورته ټکل کیږي، چې په نیږدې ورځو کې به یې د افتتاح مراسم تر سره شي.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار