د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسؤلینو ته درې ورځنۍ روزنیز سیمینار پای ته ورسېد.

Anwar_Yaqobi
Sat, Oct 08 2022 12:29 PM
د ورکشاپ له جریان څخه انځورونه

د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسؤلینو ته درې ورځنۍ روزنیز سیمینار پای ته ورسېد.

دغه درې ورځنی سیمینار چې د سه شنبې په ورځ د ۱۴۴۴/۳/۱۰ نېټه د ملکي هوایي چلند په انستیتوت کې پیل او نن پنجشنبه پای ته ورسيد. په یاد سیمینار کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسؤلینو ته د ځمکني ټرانسپورټ د بېلابېلو څانګو اړوند لکه د ټرانسپورټ تنظیم، د ترمینلونو تنظیم، د طرحو او طرزالعملونو تطبیق، تدارکاتي او مالې برخې، پلان جوړونې، د کارکوونکو استخدام او نورو اړوند برخو په هکله تخصصي هر اړخیز او اړین معلومات او تجربې شریکې شوې.

د دغه پروګرام په پای کې د وزارت مشرتابه لخوا د سیمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار