محترم ویس سلطانی، د ځمکنی ترانسپورت عمومی ریس، د ځمکنی ترانسپورت ستونزو ته د رسیدو او د ترانسپورتی شرکتونو د هماهنګی د ایجاد په خاطر بلخ ولایت ته رسمی سفر درلود.
د ترانسپورتی شرکتونو او د مسولینو او استازو سره یی کتنی ترسره کړی.
په دي ملاقات کښی دترانسپورتی شرکتونو او استازو د ترانسپورت په وزارت کې د رامینځته شویو سهولتونه تغیراتو او اصلاحاتو له کبله مننه او ستاینی اظهار وکړ.
او دغیر مسولو اشخاصو د مداخلاتو او د نه معیاری نه شتون او د غیری قانونی شرکتونو فعالیت یی اساسی ستونزی عنوان کړل.
همدارنګه د خپلو ستونزو په هکله یی ځانګړي وړاندیزونه شریک کړل.
همدا شان ښاغلی سلطانی، د دوی ستونزو ته رسیدل او د ملی سوداګرو د ستونزو د حل لاری، او د افغان سوداګرو د ستونزو او ترانسپورتونو د تسهیلاتو لپاره اقدامات د خپلو ړومنیو مسولیتونو څخه عنوان کړ.
او د هغوی سره یی ژمنه وکړه چی د دوي ستونزو ته به د قانون په چوکاټ او د هیواد د ملی ګټو دساتنو لپاره به عملی اقدام تر سره کړي.
همدارنګه ښاغلی سلطاني د بلخ ولایت دځمکنی ترانسپورت ریس او د حیرتانو د ځمکنی ترانسپورت دتنظیم آمر ته دنده وسپارله چی د نوموړو شرکتونو سره هر اړخیزی مرستی تر سره کړی.