د ټرانسپورټ وزير د تخار ولايت والي سره وکتل

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 13 2019 1:56 PM
takhar

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري په خپل دفتر کې د تخار والي سره وکتل.

په دې ليدنه کې داوړو لوريو په تخار ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت د پرمختيايي پروژو په پلي کولو بحث وکړ او نظرونه يې تبادله کړل.

د تخار والي په ياد ولايت کې د ځينو بشپړ شويو پروژو لکه دو لات بنګي ـ اشکمش, د ورسج ــ خوست فرنګ سړک او د زرګران قصر يادوري وکړه او د هيواد پرمختګ لپاره يې يو نېک ګام ياد کړ.

همدارنګه په دې ليدنه کې د پرمختيايي د څارنې او ساتنې پروژو په ځانګړې توګه د خواجه بهاوالدين ــ ينګي قلعه او خواجه غار ــ دشت قلعه په اړه بحث وشو.

د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د پرمختيايي پروژو پلي کول مهم وګڼل او د پروژو کار د ګړنديتوب لپاره يي د تخار ولايت مسٶولينو ته لارښوونه وکړه, د تخار والي عبدالحق په ياد ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت د پروژو د پلي کولو له کبله د د وزير څخه مننه وکړه او د پروژو د بشپړيدو لپاره يې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار