د ټرانسپورټ وزير د لغمان والي سره وکتل

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 13 2019 1:59 PM
laghman

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د لغمان والي محمد آصف ننګ سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دې ليدنه کې د لغمان والي د پرمختيايي پروژو د پلي کولو او په ځانګړې توګه د لغمان ښار د سړکونو جوړويدو له کبله د ټرانسپورټ وزير څخه مننه وکړه او د کار لاندې پروژو لکه د زيارت پل تدارکات، مهترلام ــ علينګار سړک د سروې او ډيزاين، او د مهترلام ــ سرخکان سړک د بديل او همدارنګه د نويو پروژو د کار د ګړنديتوب غوښتنه وکړه.

د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د ياد ولايت د پرمختيايي او د څارنې او ساتنې پروژو د مالوماتو وړاندې کولو تر څنګ ووېل ، د لغمان ښار د سړکونو جوړيدل د مهمو پروژو څخه وه چې د روان کال په اوږدو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ، د بادپخ سړک د لومړي او دوهم لاټ، او د پوهنتون سړک ، د سرخکان ـ مهترلام سړک اساسي رغول او همدرانګه د دغه ولايت څو نورې د څارنې او ساتنې پروژې د کار لاندې دي.

د ټرانسپورټ وزير اړوندو څانګو ته لارښونه وکړه د کومو پروژو څخه چې والي يادوري وکړه هغه بايد سروې او ډيزاين شي تر څو د راتلونکي کال په پلان کې شاملې شي.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار