ازبکستان ته د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوی د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مرستیال اکبر جان پولاد په مشرۍ د ځمکني ټرانسپورټ، ترانزیټ او هوايي ټرانسپورټ په اړه د خبرو په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
د دغه سفر موخه د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پراخول او د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي لارو پرانېستل او همدارنګه د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې خبرې دي.