جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

Anwar_Yaqobi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
1

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د لیدلوري په اساس د ټرانسپورتي سکتور د پیاوړتیا او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو لپاره ځانګړې برنامې په پام کې لرو چې په تطبیق سره به یې افغانستان له ترانزیټي او اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې ولري.

ښاغلي ذکي وویل په پام کې لري چې د فساد ضد مبارزې او تخصص ترڅنګ وزارت په نوې ټکنالوژۍ سنبال، د عوایدو راټولېدو منظم نظارتي سیستم او بین الوزارتي کمېسیون ایجاد، همغږي زیاته، د ټرانسپورټي شرکتونو خدمات معیاري او په جنیوا کنفرانس کې د ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان تعهدات تعقیب کړي.

جمهوررئیس غني د ټرانسپورټي نظام د ښه والي لپاره د یاد وزارت د برنامو او طرحو ملاتړ وکړ او وې ویل، د دولت ټوله دستګاه ډیجیټلي کېږي او له دې وروسته باید د موټرونو، عوایدو، سرکونو او نورو په اړه معلومات الکترونیکي او په بشري سرچینو کې ژور اصلاحات راشي.

جمهوررئیس وویل، تشکیلات باید د کیفیت په اساس او افغانستان شموله وي او اترا ادارې ته مې لارښوونه کړې چې ټول سیستم وارزوي. اطلاعات باید هره ورځ راټول او د ټولو په اختیار کې ورکړل شي. هغه زیاته کړه، اتحادیې باید په شرکتونو بدلې شي، ځکه له ټرانسپورټي شرکتونو مه واره د بیمې سیستم نشي پلي کېدای.

د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي. تعرفې بدلون ومومي، د نویو موټرونو تعرفه کمه او د زړو هغو څو برابره زیاته شي او پر موټر چلوونکو د کار قانون تطبیق سره به د افغانستان موټر په سیمه کې حرکت وکولای شي.

هغه زیاته کړه، د ټرانسپورټ سیستم د سراسري اصلاح لیدلوری باید ایجاد شي او پر غلام خان بندر چې کابل ته نږدې لاره ده، سږکال څو میلیون ډالر پانګونه کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان موقعیت لویه پانګه ده او اساسي مدیریت غواړي، ځکه موږ د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ نږدې لاره یوو، نو له خپل موقعیت او دغې پانګې څخه د اعظمي استفادې لپاره باید پالیسیانې ثابتې، معیارونه واضح او سیستمونه ډیجیټلي وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت عملیاتي معینیت د حاجیانو د خوندي لیږد په موخه غونډه ونیوه.

عملیاتي معین ښاغلي غلام جیلاني وفا په وینا چې سږ کال به دیارلس زره افغانان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لیږدوي، چې خوندي او پر وخت لیږد به یې د څلورو نړیوالو هوایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند عملیاتي معین د هوایي چلند انستیتوت د چارو لیدنه وکړه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا د هوايي چلند انستیتوت د چارو څخه لیدنه وکړه چې د یاد انستیتوت رییس صبغت الله کاکړ یې هم ملتیا کوله.

غلام جیلاني وفا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۱۴:۵۳
Background image

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بېلابېلو رياستونو ته نهه نوي رئيسان معرفي شول.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بېلابېلو رياستونو ته نهه نوي رئيسان معرفي شول.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په وړانديز او د ااا ریاست الوزرا په حکم دغه رئيسان نن ورځ د وزارت. . .

BACK TO NEWS