د بدخشان ولايت د فيض اباد ـ بهارک سړک رسمآ پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د بدخشان ولايت د فيض اباد ـ بهارک سړک رسمآ پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني د يو جګ پوړي دولتي هئيت په ملتيا د بدخشان ولايت فيض اباد ښار ته د سفر پر مهال د فيض اباد ـ بهارک سړک د پټۍ په پرې کولو سره رسمآ پرانېست او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دا پروژه 40km اوږدوالى، 11m پلنوالى، مختلف سايز 145 پلچکونه، 35314 متره مکعب استنادي ديوالونه، د سړک دواړو څنډو ته 5km کانګريټي ويالې، 5km پياده رو او 2.5km جدولونه لري.
ياده پروژه د 72.1 ميليونو ډالرو په ارزښت يو شخصي ساختماني شرکت په قرارداد ورکړل شوې وه او اسيا پراختيايي بانک لخوا تمويل شوې ده.
ياد سړک له مهمو او حياتي پروژو څخه دى او په غځيده سره افغانستان د تاجکستان له لارې د چين هيواد سره نښلوي.
د دې پروژې په تکميليدو سره د دغه مسير سل کلي يو له بل سره وصل شول، په اقتصادي،ټولنيزه او د طبيعي زيرمو په وده کې اساسي رول لري.