د بغلان ولايت د دهن غارو پل جوړولو کارونه 85% بشپړ شوي

د بغلان ولايت د دهن غارو پل جوړولو کارونه 85% بشپړ شوي
دغه اوسپنيز ګانګريټي پل په غاور کلي کې د خوست په درياب باندې جوړيږي چې 40m اوږدوالى او 7.9m پلنوالى لري او د 181 ميليونو افغانيو په ارزښت يي د جوړولو قرارداد يو خصوصي شرکت ته ورکړل شوى، د افغانستان حکومت لخوا تمويليږي او د لارو جوړولو ملي برنامې لخوا تطبيق کيږي.
د دغه پل څخه د 17 کوچنيو او لويو کليو 3510 کسان مستقيم او 100000 غيرمستقيم مستفيد کيږي