د ترانسپورت وزیر په مشرۍ د یاد وزارت د رهبرۍ لومړۍ کاري غونډه ترسره شوه
نن له غرمي مخکې د سرپرست وزیر ښاغلي وزیر قدرت الله ذکي په مشرۍ د یاد وزارت د پالیسي او تخنیکي مرستیال او ریسانو په ګډون لومړنۍ اداري ناسته وشوه.
ناستې ته لومړی د ترانسپورت وزارت نوماند او سرپرست وزیر خبرې وکړې او د خپلو پلانونو، اصلاحاتو او سیستمونو د جوړیدو په اړه یې خپل نظر او لید لوری د وزارت ریسانو او کارمندانو ته روښانه کړ او له هغوۍ یې وغوښتل چې په ټول صداقت سره خپل کارونه مخ ته یوسي، تر څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت هغه پالیسي او طرحې چې د ترانسپورتي خدماتو د ښه والي په برخه کې لري تر لاسه کړو.
ورپسي د هرې برخې مسولینو په خپل وارسره خپل راپورونه، ستونزې او طرحې د ترانسپورت له سرپرست او نوماند وزیر سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د ترانسپورت وزارت رهبري دې د دوۍ له طرحو او برنامو څخه ملاتړ وکړي تر څو و کولې شو هغه هدف ترلاسه کړو کوم چې د افغانستان د خلکو د ترانسپورتي خدماتو برخه کې دسهولتونو د ایجاد لپاره د یاد وزارت نوي رهبري او دولت لري.
د ناستي په پاۍ کې د ترانسپورت وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي د بیلابیلو ادارو د ریسانو د ګزارشونو او ستونزو د اوریدو وروسته لازمي لارښووني او سپارښتنی وکړي او زیاته یې کړه چې د هر هغې طرحي او سیستم ملاتړ کوي چې له مخې یې اصلاحات راځي، اداري فساد ضد مبارزه پیاوړي کوي او افغانانو ته د ترانسپورتي خدمتونو په وړاندې کولو کې سهولتونه ایجادیږي، او یو ځل بیا ټینګار کوم چې د اداري فساد پرضد مبارزه، د اصلاحاتو راوستل او تر څنګ یې د سیستمونو ایجاد زما د کار لومړیتوبونه دي.