د جوزجان ولايت شبرغان ښار د اسفالټي حلقوي سړک کار رسمآ پيل شو

د جوزجان ولايت شبرغان ښار د اسفالټي حلقوي سړک کار رسمآ پيل شو
د جوزجان ولايت سيميزو چارواکو او د ولايت مقام مرستيال او سرپرست عبدالقادر ماليه لخوا د څارنې او ساتنې رئيس او اوسيدونکو په حضور کې د شبرغان ښار د 15km حلقوي اسفالټي سړک د کار پيليدو رسمآ پرانيسته وشوه.
د جوزجان ولايت سرپرست د دغه ولايت خلکو ته دې مبارکۍ ترڅنګ وويل، د شبرغان 56m اسفالټ جاده چې د پرلپسې ستونزو له کبله بنده شوې وه د زياتو هلو ځلو وروسته يي د يوې برخې کار پيل شو او د پاتې شپږو کيلومترو کار به يي ژر پيل شي.
هغه د خلکو څخه دې مننې ترڅنګ وغوښتل چې د ټولګټو رياست او دې پروژې له مسٶلينو سره په تطبيق کې مرسته وکړي.
د شبرغان حلقوي سړک 56m پلنوالى لري چې په څلورو خطونو ويشل شوى،32 پايه پلچکونه، دې پروژې په اوږدوالي درې دانې ګل دانونه او يو طرفه، دوه طرفه 1509 پايه د روښنايي سولرونه هم په ډيزائين کې نيول شوي، چې قرارداد يي څه د باندې 1 ميليارد افغانيو په ارزښت يو خصوصي ساختماني شرکت ته ورکړل شوى او د افغانستان حکومت لخوا تمويليږي.
نوموړې پروژه يوه له مهمو او حياتي پروژه څخه ده چې په تکميليدو سره به يي د شبرغان ښاريانو او اوسيدونکو ستونزې حل شي.