د خوست ولايت د هواى ډګر څخه پروازونه پيل شول

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۴:۲۹
khost

د خوست له هواى ډګر څخه لومړى پرواز د ټرانسپورټ وزارت د هواى چلند عمومي ملکي ادارې رئيس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده او د دغه ولايت د سيمه ايزو چارواکو په شتون کې ترسره شو.

د هواى چلند ملکي ادارې عمومي مشر د خوست ولايت شريف ولس ته مبارکي ورکړه او د خپلې ادارې لخوا يې ژمنه ورکړه چې د دغه هواى ډګر د تخنيکي, اداري وړتياوو او د ترمينل د جوړيدو تر تکميلدو وروسته به د ياد ډګر نړيوال پروازونه هم زيات شي.

ښاغلي وفايي زاده زياته کړه, هغه هيوادوال چې په بهرنيو هيوادونو کې مصروف دي کولاى شي چې په مستقيمه توګه خوست ولايت تګ راتګ وکړي.
د خوست ولايت والي محمد حليم فدائي د ټرانسپورټ وزارت د هواى چلند د عمومي رياست څخه مننه وکړه او زياته يې کړه د ياد هواى ډګر په هره پروژه کې به سيمه اېز چارواکي د هواى چلند د عمومي رياست سره مرسته وکړي.

د خوست سوداګرو او اوسيدونکو د ټرانسپورټ وزارت د هواى چلند عمومي رياست څخه د مننې ترڅنګ وويل چې د دغه ډګر په فعاليدو سره به په بيلابيلو برخو کې په ځانګړې توګه نړيوالو هيوادونو ته د جلغوزيو په صادرولو سره دوى ته ګټه ورسيږي.
د يادولو وړ ده چې د خوست د هواى ډګر د جوړونې چارې د ټرانسپورټ وزارت د هواى چلند عمومي رياست له لوري ترسره کيږي.

په همدې توګه د دغه هواى ډګر د پراخيدو لپاره لس زره جريبه استملاک شوې ځمکه کې به د ياد ډګر تاسيسات جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

جمهوررئیس غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

جمهوررئیس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۲
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم؛ ځکه له خپلو ټولو کاري بوختیاوو سره ـ سره یې زه خپل حضور ته ومنلم او په پوره حوصله مندۍ یې د ټرانسپورټ. . .

BACK TO NEWS